نن د هغه ورځې له پېښې ۲۴ کاله تېرېږي، چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په اوومه نېټه د امریکا متحده ایالاتو ځواکونو پر افغانستان خپل هوايي بریدونه پیل کړل.
دغه جګړه چې وروسته د ناتو ځواکونو او له ۴۰ څخه د زیاتو نورو هېوادونو په ګډون پراخه شوه، نږدې شل کاله دوام وکړ.
امریکا تر برید وروسته نږدې دوه لسیزې په افغانستان کې پاتې شوه، تر هغه چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې یې له ماتي وروسته خپل ټول پوځیان په بشپړه توګه له افغانستانه وایستل.
د امریکا چارواکي پخپله هم دا جګړه د خپل هېواد تر ټولو اوږده جګړه بولي — جګړه چې په زرګونو انسانان پکې ووژل شول او د افغانستان پر سیاسي، ټولنیز او اقتصادي جوړښت یې ژور اغېز پرېښود.


























