مالیې وزارت د نفتي موادو د کیفیت او څارنې ریاست خبر ورکړی چې د روان کال په تېرو درېیو میاشتو کې (سرطان، اسد، سنبله) د هیواد له یو شمېر ګمرکونو څخه ۴۲۴ ټانکره بېکیفیته نفتي مواد بیرته ګرځول شوي دي.
د مسترد شویو نفتي موادو له جملې ۳۹۷ ټانکره ډېزل او ۲۳ ټانکره پیټرول د نیمروز بندر څخه بیرته ګرځول شوي، او ۴ ټانکره پیټرول د حیرتان او شېرخان بندرونو څخه بیرته ستنول شوي دي.
د مالیې وزارت د نفتي موادو د کیفیت او څارنې ریاست په وینا، د ټاکل شویو معیارونو پر اساس هڅه کوي چې هیواد ته لوړ کیفیت او معیاري نفتي مواد وارد شي او د بېکیفیته موادو واردېدو مخنیوی وشي.






























