د حماس غورځنګ ویلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان له مخې د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې ترلاسه کولو ته چمتو دی، خو لا هم د ځینو مهمو غوښتنو د منلو غوښتنه کوي.د مصر په شرمالشیخ ښار کې د خبرو اترو په دویمه ورځ د حماس لوړپوړي چارواکي خلیل الحیه د مصر دولتي ټلوېزیون ته ویلي، چې د دوی پلاوی «جدي او مسئولانه خبرو» لپاره مصر ته راغلی دی.
نوموړي زیاته کړه:
»حماس د یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره چمتو ده، خو د جګړې د بشپړ پای او د هغې د بیا نه تکرار لپاره باید تضمین موجود وي. «
خلیل الحیه ټینګار کړی، چې د وروستي اسرائیلي بندي خوشې کول باید د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو سره هم مهاله ترسره شي.
بل لور ته، رویټرز راپور ورکړی چې د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني چې د خبرو یو مهم منځګړی بلل کېږي، د چهارشنبې په ورځ د خبرو اترو په غونډه کې ګډون کوي.
د راپور له مخې، نوموړی به د غزې د اوربند پلان او د بندیانو د خوشې کولو د تړون د پرمختګ په موخه مصر ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې یادونه ده، چې د امریکايي او قطري چارواکو په شتون کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې نن چهارشنبه هم دوام لري.
























