د هند حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دوحه کې د حماس پر مشرانو د اسراییل د بریدونو او د منځني ختیځ د کړکېچ د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ پر دوحې د اسراییل د پرنیو بریدونو په اړه راپورونه لیدلي دي. موږ د دې پېښې او د هغې پر سیمهییز امنیتي وضعیت د اغېزو په اړه ژوره اندېښنه لرو. موږ په کلکه په دې اړه د ډیپلوماتیکو هڅو غوښتنه کوو، څو په سیمه کې سوله او امنیت له ګواښ سره مخ نه شي.»
د هند حکومت له ټولو اړخونو غوښتي چې له زغم کار واخلي او د شخړې د پراخېدو مخه ونیسي.






























