په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت نوی سفیر سنیعالله فرهمند له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدنه وکړه. دا ناسته چې د انقرې په ښار کې ترسره شوه، د سوداګرۍ، صادراتو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر محور راڅرخېده.
په دې کتنه کې دواړو لوریو، ترکیې ته د افغاني محصولاتو صادرولو پر اسانتیاوو، د بازار موندنې ستراتیژۍ او فرصتونو او افغان سوداګرو ته د اسنادو، ترانزیټ او قانونی چارو په برخه کې د لا اسانیتاوو رامنځ ته کولو اړه مفصل بحث وکړ
افغان سوداګرو د نوي سفیر تود هرکلی وکړ او د اسلامي امارت د هڅو او کړنو قدرداني یې وکړه. هغوی ډاډ څرګند کړ چې د اقتصادي همکارۍ او صادراتو د پیاوړتیا لپاره به له سفارت سره نږدې همکاري کوي.


















