د افغانستان هوا پېژندنې ملي ادارې نن د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د شړکنده بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دا بارانونه به ډېر شدید وي او د ځمکې ښوېېدنې، سېلابونو، او د خلکو د ژوند او مال له پاره د جدي خطر لامل کېدای شي.
هغه ولایتونه چې خبرداری ورته ورکړل شوی عبارت دي له:بدخشان ،نورستان کونړ لغمان کاپیسا پروان ننګرهار کابل لوګر پکتیا خوست پکتیکا میدان وردګ بامیان
هواپوهنې ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې د ممکنه خطرونو څخه ځان وساتي، د غرنیو سیمو او د سیلابلارو څخه لیرې واوسي، او د سیمهییزو چارواکو سپارښتنې په پام کې ونیسي.
د طبیعي پېښو پر مهال د وختي خبرداري او د خلکو همکاري کولی شي له درنو تلفاتو او تاوانونو مخنیوی وکړي.
































