د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د منځني ختیځ د حالاتو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د وړاندې شوې سولې طرحې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.د کرملین د اعلامیې له مخې، دواړو لورو د منځني ختیځ د سولې پروسې د بیا پيل اړتیا او د سیمې د ثبات پر ارزښت ټینګار کړی دی.راپورونه وايي، پوتین او نتنیاهو د ایران د اټومي پروګرام، د سوریې په شمول د سیمې د امنیتي وضعیت، او د ګډو هڅو پر دوام هم خبرې کړې دي.
روسیه وایي، د منځني ختیځ د کړکېچونو د حل لپاره باید د ټولو اړخونو اندېښنې په پام کې ونیول شي، په داسې حال کې چې اسراییل د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه خپل امنیتي اندېښنې تکرار کړې دي.تر اوسه د دغو خبرو د لانور جزیاتو په اړه دواړو لورو له تبصرو ډډه کړې ده.




















