د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا په ځینو ښارونو، په ځانګړي ډول په شیکاګو کې د جرمونو او تاوتریخوالي کچه له افغانستان څخه هم لوړه ده.ټرمپ دغه څرګندونې د فدرالي مامورینو پر ضد د بریدونو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې.
ټرمپ زیاړه کړه:»تاسو کولی شئ افغانستان ته لاړ شئ، یا نورو ځایونو ته، حیران به شئ چې په امریکا کې څومره جرمونه کېږي. «
ټرمپ وویل، یوازې په شیکاګو کې په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا پنځوس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. د ده په وینا، دغه ښار د جګړې له ډګر سره ورته شوی دی.
هغه په امریکا کې د تاوتریخوالي او جرمونو د لوړې کچې په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې دا د فدرالي ادارو د کمزوري تطبیق پایله ده.






























