د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، چې متحده ایالاتو د ایران د یورانیمو غنيسازۍ او اټومي وسلو د تولید ظرفیت «په بشپړه توګه له منځه وړی» دی.ویټکاف له فاکس نیوز سره په ځانګړې مرکه کې څرګنده کړه چې د ټرمپ د ادارې له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو وروستي بریدونه، د دغه هېواد د اټومي ظرفیت د له منځه وړلو لپاره ترسره شول.
ویټکاف ویلي، د ایران فردو سایټ د ۱۲ سنګر-ماتوونکو بمونو په وسیله بمبار شوی، چې هر یو تر ۳۰ زره پونډه وزن درلود، او «هیڅ شک نشته چې دغه بمونه کافي ژور نفوذ کړی دی».
همداراز، هغه د نطنز اټومي سایټ په اړه وویل، چې ځمکلاندې راکتور یې په بشپړ ډول له منځه وړل شوی، او د ځمکې پر سر راکتور، چې له مخکې د اسراییلو له خوا زیانمن شوی و، بیا هدف ګرځول شوی، تر څو «ډاډ ترلاسه شي چې دا تاسیسات نور فعاله نه دي».
ویټکاف دا هم څرګنده کړه چې جګړه له ایران سره د دایمي شخړې نیت نه درلود، بلکې امریکا د شخړو له پیله له تهران سره د سولې د یوه حل لټون ته ژمنه وه. د هغه په وینا، ایران د خبرو پر مهال دا شرط وړاندې کړی و چې اسراییلي عملیات باید ودرېږي، او کله چې «اسراییل خپل هدف ته ورسېد او امریکا هم وکولای شول د ایران غنيسازي له منځه یوسي»، د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند زمینه برابره شوه.
په ورته وخت کې، ویټکاف د هغو شننو پر ضد غبرګون وښود چې وایي ایران ښايي خپل اټومي پروګرام بېرته ورغوي. هغه دا ډول څرګندونې «خندونکې» .
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم نازک بلل کېږي او نړیوالې ټولنې د وضعیت د ثبات لپاره هڅې زیاتې کړي دي.






















