برېکس بلاک په یوه رسمي بیان کې د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو وروستي هوايي بریدونه د اندېښنې وړ بللي او دا اقدام یې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه یاده کړې ده.
برېکس له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د شخړو د حل لپاره له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو کار واخلي او له زور زیاتي ډډه وکړي.
په بیان کې ټینګار شوی چې د سیمې امنیت او ثبات ته د تاوتریخوالي دوام جدي ګواښ متوجه کوي، او نړیواله ټولنه باید د تلپاتې سولې لپاره ګډ دریځ خپل کړي.




















