د اندونیزیا د ختیځې جاوا په «الخزینې» اسلامي ښوونځي کې د ودانۍ د نړېدو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۰ ته لوړ شوی دی.
د ژغورنې ډلې چارواکي وايي، د ملبې له لاندې د نورو مړو موندلو وروسته د تلفاتو شمېر زیات شوی دی. د دوی په وینا، د پېښې پر مهال په ښوونځي کې لسګونه زدهکوونکي او ښوونکي موجود وو.
ځایي چارواکو ویلي، د پېښې د علت د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي، خو د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ودانۍ زړېدو او د بارانونو له امله د بنسټونو کمزورۍ د نړېدو لامل ښودل کېږي.
د ژغورنې ډلې هڅې لا هم روانې دي او امکان شته چې د مړو شمېر لا لوړ شي.




















