د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني اعلان کړی، چې هېواد یې د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې (IAEA) سره د سپټمبر میاشتې د همکاریو تړون لغوه کړی دی.
دغه تړون په دې موخه لاسلیک شوی و، چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وکولای شي د ایران د اټومي تاسیساتو د بیاکتنې او څارنې بهیر له سره پیل کړي.
لاریجاني د دغه پرېکړې اعلان د ایران د رسمي رسنیو له لارې وکړ، او زیاته یې کړه چې د تړون لغوهکول د لوېدیځ هېوادونو «دښمنانه چلند» او «سیاسي فشارونو» ته د ځواب په توګه ترسره شوي دي.
نوموړي وویل، تهران به د خپلو ملي ګټو او اټومي حقونو د دفاع لپاره «هر اړین ګام» پورته کړي.
یاده پرېکړه درې اوونۍ وروسته له هغې شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی و، که لوېدیځ هېوادونه پر تهران نوي بندیزونه ولګوي، نو هېواد به یې له IAEA سره د همکارۍ تړون لغوه کړي.
د نړیوالو شنونکو په باور، دا ګام د ایران او لوېدیځ ترمنځ د اټومي مذاکراتو راتلونکی لا پسې مبهم کړی او ښايي د سیمهییزو کړکیچونو د زیاتېدو لامل شي.


























