د هند د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته غبرګون ښودلی، چې د روسیې د تېلو د پېرلو له امله یې پر هند د لوړو تعرفو ګواښ کړی و.
په یوې خپرې شوې اعلامیې کې د هند حکومت ویلي، هغه هېوادونه چې پر هند نیوکه کوي، پخپله هم له روسیې سره پراخه سوداګري لري، نو ځکه د هند په نښه کول بېځایه او ناعادلانه دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبره، هند به د هر لوی اقتصاد په څېر، د خپلو ملي ګټو او اقتصادي امنیت د خونديتوب لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر هند د روسیې د تېلو له پېرلو وروسته له اقتصادي بندیزونو سره ګواښلی او ویلي یې دي، چې د هند وارداتو ته به لوړې تعرفې وضع کړي.




































