د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، نن سهار وختي بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې مسعود پزشکیان د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی و.
د سفر پر مهال دواړو لورو رسمي لیدنې کتنې ترسره کړې او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه ۱۲ هوکړې لاسلیک شوې.
مسعود پزشکیان د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته پر خپل اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې سفر سره د ایران او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو نوی فصل پرانیستل شو.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره شو، چې دواړو هېوادونو د سیمهییزې همکارۍ، اقتصادي پراختیا او امنیتي همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره هڅې پیل کړې دي.































