د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، د کشمیر استحصال د ورځې په مناسبت ویډیويي پیغام کې ویلي، چې هند له تېرو ۷۸ کلونو راهیسې د کشمیري ولس د ځانبېلتون حق له پامه غورځولی او د ۲۰۱۹ کال د اګست له ۵مې وروسته یې له لا زیات ظلم، جبر، نفوسې بدلون، پر رسنیو بندیزونو او د سیاسي فعالانو نیونو له لارې د کشمیریانو غږ د چوپولو هڅه کړې ده.
ښاغلي ډار ټینګار کړی، چې له ټولو ظلمونو سره سره کشمیریان د خپل حقِغوښتنې لپاره لا هم پیاوړي ولاړ دي. نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیکونو پر بنسټ کشمیریانو ته خپل مشروع حق ورکړي او په مقبوضه کشمیر کې د بشري حقونو وضعیت ته جدي پاملرنه وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، اسلاماباد به تر هغه وخته پورې له کشمیریانو سره سیاسي، دیپلوماتیک او اخلاقي ملاتړ ته دوام ورکړي، څو پورې چې هغوی خپل حق تر لاسه نه کړي.
































