د پاکستان حکومت د تحریک انصاف د مشر، عمران خان، لهخوا د اګست په ۵مه رابلل شویو مظاهرو ته په غبرګون کې، په راولپېنډۍ ښار کې په هر ډول اعتراضي غونډو او لاریونونو بندیز لګولی دی.
د راولپېنډۍ سیمهییزو چارواکو اعلان کړی چې د اګست له ۴مې تر ۱۰مې نېټې پورې به غونډې، مظاهرې، کرکه خپرونکي شعارونه، وسله ګرځول او پر موټر سایکلونو د دوو کسانو سپرېدل منع وي.
بل لور ته د تحریک انصاف ګوند څرګنده کړې چې دوی به کومه لویه مرکزي غونډه نه کوي، بلکې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې به اعتراضي لاریونونه تر سره کړي.
دغه مظاهرې د عمران خان له خوا د زندان د دویم کال د پوره کېدو په مناسبت رابلل شوي دي.




























