د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له برید وروسته سخت غبرګون ښوولی او ویلي یې دي: «په دغه برید سره به منځنی ختیځ اور واخلي.»
ولسمشر پیټرو، چې د نړیوالو شخړو پر وړاندې د سولې د ټینګښت غږ کړی، زیاته کړې: «پوځي یرغلونه د ستونزو حل نه دی، بلکې د سیمو د ویجاړتیا، بېثباتۍ او د زرګونو بېګناه انسانانو د قرباني کېدو لامل کېږي.»
د کولمبیا د ولسمشر څرګندونې د نړۍ له هغو زیاتېدونکو غبرګونونو سره یو ځای کېږي، چې د امریکا د تازه هوايي بریدونو په اړه اندېښنه لري. دا بریدونه چې د راپورونو له مخې د B-2 بم غورځونکو الوتکو له خوا ترسره شوي، د ایران په مهمو اټومي تاسیساتو لکه فردو، نطنز او اصفهان متمرکز وو.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ترکیې، چین او روسیې چارواکو هم ورته اندېښنې څرګندې کړې وې، او د ډیپلوماټیک حل پر اهمیت یې ټینګار کړی و.
































