د ایران دولتي رسنۍ “صدا او سیما“ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په غبرګون کې ویلي: «جګړه اوس پیل شوې ده؛ داسې چلند به درسره وشي چې پوه شئ د بېخردۍ پایله څه معنا لري.»
دا څرګندونې وروسته له هغه خپرې شوې، چې ټرمپ د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد د امریکا د پراخو هوايي بریدونو اعلان وکړ. نوموړي وویل، چې امریکایي الوتکو د ایران په فردو، نطنز او اصفهان کې ټاکل شوې هدفونه په نښه کړي او عملیات یې بریالي بللي دي.
“صدا او سیما” ټرمپ ته نیوکه وکړه چې له “احساساتي تصمیم نیونې” کار اخلي او دا ډول اقدامات به د امریکا لپاره جدي پایلې ولري. د رسنیو له قوله، ایران د ځان دفاع حق محفوظ بولي او د هر ډول برید پر وړاندې به “ځوابي اقدام” وکړي.
تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم خبرداری ورکړی و چې دغه بریدونه نړیواله سوله او امنیت له خطر سره مخ کولی شي، او له ټولو اړخونو یې غوښتي وو چې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره خبرو ته مخه کړي.


















