بلومبرګ راپور ورکړی چې د ایران حکومت، د روانو تاوتریخوالو پر مهال، هڅه کوي له هغو خصوصي امنیتي کمرو چې په اسراییلو کې نصب دي، د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره کار واخلي.
دا تاکتیک مخکې د روسیې له خوا هم کارول شوی و، خو دا لومړی ځل دی چې د ایران د مستقیمو هڅو راپور خپریږي.
د یادونې وړ ده، چې د دې کار موخه د استخباراتي معلوماتو راټولول، څارنه، او د بریدونو د پلان جوړونې لپاره کره معلومات ترلاسه کول ښودل شوي دي.

































