د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د پاکستان په کراچۍ کې د داعش خراسان ډلې د یوه مشر د وژل کېدو راپورونو ته غبرګون ښودلی دی.
هغه په خپل لیکلي بیان کې ویلي: «نوموړي کراچۍ کې څه کول، چا وژلی او څومره مهم کس و؟تازه ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د داعش خراسان ډلې یو مشر چې حسن نومېده، د کراچۍ په ښار کې وژل شوی دی.تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او د وژل شوي کس د هویت په اړه د پاکستاني چارواکو له خوا رسمي جزئیات نه دي ورکړل شوي.






























