ملګرو ملتونو تازه په خپله رسمي “ایکس” پاڼه کې د اسراییلي ځواکونو له لوري په غزه کې د بشري مرستو د وېش پر ځایونو له بریدونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستي برید کې، چې د غزې په دیرالبلح سیمه کې د مرستو د وېش پر مهال وشو، لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان — چې ماشومان هم پکې شامل دي — وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له مې میاشتې راپه دېخوا د مرستو پر مرکزونو شویو بریدونو کې ۷۹۸ تنه وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د نړیوال بشري قانون درناوی وکړي او له دې څخه ډډه وکړي چې ملکي وګړي او بشردوستانه بنسټونه په نښه کړي.
























