د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې قطر به د خپل حاکمیت او امنیت نقضول هېڅکله ونه زغمي. نوموړي پر دوحې د اسراییل برید «دولتي ترهګري» وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د برید ځواب ورکولو حق د قطر دولت ته محفوظ دی.
هغه څرګنده کړه، چې د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د دولت د وزیر په مشرۍ یو ځانګړی ټیم جوړ شوی، څو د برید په تړاو ټول قانوني اقدامات ترسره کړي.
شېخ محمد زیاته کړه: «قطر له خپلو وروڼو او ملګرو هېوادونو سره په تماس کې دی او هر ډول اقدام به په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.»
لومړي وزیر د اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نوم اخیستی او ویلي یې دي، چې برید د هغه کس له لوري شوی چې د سیمې د ثبات دعوه کوي، خو په حقیقت کې د بې ثباتۍ اصلي لامل دی.
هغه همدارنګه هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې قطر د برید له ترسره کېدو مخکې خبر شوی و. د ده په وینا، پر دوحې د برید لس دقیقې وروسته، د ماسپښین په ۳:۵۶ بجو، د امریکا د یوه چارواکي له لوري لومړی زنګ ورسېد، په داسې حال کې چې برید د ماسپښین په ۳:۴۶ بجو ترسره شوی و.
شېخ محمد زیاته کړه، چې اسراییل په برید کې له داسې توغندیو کار اخیستی چې هوايي سپرونه یې نه شي نیولی. نوموړي په پای کې ټینګار وکړ، سره له دې چې د غزې د سولې خبرې درېدلې، خو قطر به پر غزې د روان ناورین د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.




























