د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیر وېنسټن پیټرز د اسراییل وروستي بریدونه پر دوحه د قطر له حاکمیت څخه سرغړونه بللې ده او خبرداری یې ورکړی، چې دغه اقدام کولای شي تاوتریخوالی ډېر کړي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د قطر او امریکا هڅې زیانمنې کړي.
پیټرز ټینګار کړی: «سملاسي اوربند، د بندیانو خوشې کول او غزې ته بشپړ بشري لاسرسی اړین دي. تاوتریخوالی باید له ځنډ پرته پای ته ورسېږي.»
نوموړي د نړیوالې ټولنې له غړو غوښتنه کړې، چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګډې ډیپلوماتیکې هڅې وکړي.




















