د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په دوحه کې د اسراییل د برید په تړاو به د چهارشنبې په ورځ خپل رسمي او بشپړ دریځ څرګند کړي.
ټرمپ له خبریالانو سره په لنډو خبرو کې څرګنده کړه، چې د قطر پر ضد د اسراییل د برید له امله «خوښ نه دی» او زیاته یې کړه: «نن به په دې اړه څرګند دریځ اعلان کړم.»
که څه هم نوموړي نن سهار په ټولنیزو رسنیو کې د برید په تړاو یو لنډ غبرګون خپور کړی و او د سپینې ماڼۍ ویاندې هم څرګندونې کړې وې، خو دا د ټرمپ لومړۍ د خپلې خولې څرګندونې دي چې د قطر د پېښې په تړاو یې کړې دي.
شنونکي وايي، د ټرمپ د نن ورځ وینا به د امریکا د رسمي دریځ د لا روښانېدو په توګه وکتل شي او تمه ده د منځني ختیځ د کړکېچ پر راتلونکو دیپلوماټیکو هڅو اغېز ولري.





























