د افریقایي اتحادیې د کمېسیون مشر محمود علي یوسف د اسراییل وروستی برید، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس پر مشرانو ترسره شوی، په کلکه غندلی دی. نوموړي خبرداری ورکړی، چې دغه اقدام د منځني ختیځ لا دمخه نازک وضعیت له جدي ګواښ سره مخ کوي.یوسف په خپله اعلامیه کې یو ځل بیا د افریقایي اتحادیې غوښتنه تکرار کړې چې «ځان کنټرول وشي، د هېوادونو حاکمیت ته درناوی وشي او د ملکي وګړو ساتنه یقیني شي.»
هغه ټینګار کړی، چې قطر د سولې، منځګړیتوب او ډیپلوماسۍ په برخه کې اوږدمهاله رول لوبولی دی او اوس مهال د منځني ختیځ د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره د نویو جدي خبرو اترو حیاتي اړتیا شته.شنونکي وايي، د افریقایي اتحادیې دا دریځ د هغو نړیوالو غبرګونونو لړۍ لا پسې پیاوړې کوي، چې د قطر پر وړاندې د اسراییل برید یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.




























