د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت د وروستي امریکايي سرتېري له وتلو د څلورمې کلیزې په تړاو ویلي، چې دا ورځ ثابتوي افغان ولس هېڅ چاته تسلیمېدونکی نه دی او د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره هر ډول قربانۍ ورکوي.
هغه زیاته کړه، چې دا ورځ دا هم ښيي که هر څومره پرمختللې وسلې هم د افغانستان پر وړاندې وکارول شي، یرغلګر به بالاخره له ماتې سره مخ کېږي.






























