د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل اېکس لیکلي، چې په پاکستان کې د داعش د پراخېدونکو ځالو شتون د سیمې او نړۍ لپاره جدي امنیتي ګواښ دی.
خلیلزاد له واشنګټنه غوښتي چې پر اسلاماباد فشار راوړي څو د دې ډلې پر وړاندې دننه اقدام وکړي.
هغه د افغانستان په خاوره کې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت عملیات بریالي بللي او ویلي یې دي، چې د همدې فشارونو له امله د داعش مشران اړ شوي پاکستان ته وتښتي.


















