د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران د اټومي پروګرام او د منځني ختیځ د امنیتي وضعیت په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
د کرملین ماڼۍ لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو د ایران د اټومي فعالیتونو ترڅنګ، د سیمې پر امنیتي تحولاتو هم بحث کړی دی. روسیې ټینګار کړی چې چمتو ده، د ایران د اټومي مسلې د حل لپاره د سیاسي تفاهم او خبرو اترو له لارې هر ډول همکاري او اسانتیاوې برابرې کړي.
دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي، چې د منځني ختیځ امنیتي فضا یو ځل بیا ترینګلې شوې او د ایران د اټومي پروګرام له امله نړیوالې اندېښنې زیاتې شوي دي. اسراییل تل د ایران د اټومي ظرفیتونو په اړه خپل شکونه څرګند کړي او وايي چې دا پروګرام امنیت ته جدي ګواښ دی.
روسي چارواکي له اوږدې مودې راهیسې د ایران د اټومي پروګرام د سولې لهپاره د خبرو اترو ملاتړ کوي، او پوتین هم پدې تازه تماس کې ټینګار کړی چې باید د خبرو له لارې د شخړو مخه ونیول شي.




































