د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې حماس د سولې له هوکړې سره هېڅ علاقه نه لري، او له همدې امله له دې غورځنګ سره د اوربند خبرې پرېښودل شوي دي.
نتنیاهو ویلي، اسراییل اوس د بدیلو لارو چارو په لټه کې دی څو خپل یرغمل شوي کسان له غزې راوباسي او د حماس واک پای ته ورسوي.
بلخوا، ولسمشر ټرمپ د حماس مشران له هوکړې پر مخ اړولو تورن کړل او زیاته یې کړه، چې دغه وضعیت باید “بشپړه حل” شي. د ټرمپ له خبرو ښکاري، چې د اوربند د خبرو بیا پيل تمه نه شته.
په غزه کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، لوږه پراخه شوې، خلک بېکوره شوي، او پراخې ویجاړۍ رامنځته شوي دي.د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون هم ویلي، چې که وضعیت همداسې دوام ومومي، پاریس به له لوېدیځو قدرتونو لومړی هېواد وي، چې فلسطین به په رسميت وپېژني.
























