د تاجکستان حکومت د جولای په لومړیو کې افغان کډوالو ته ۱۵ ورځنی ضربالاجل ورکړی و، چې له هېواده ووځي، او له هغې وروسته یې د افغانانو نیول پیل کړي. دا تر اوسه په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ایستلو تر ټولو پراخه څپه بلل کېږي.
سرچینې وايي، نیونې د دې هېواد په رودکي او وحدت ښارونو کې پیل شوې، چې له امله یې ګڼ کډوال ځانونه پټ ساتي. حکومت خبريالانو ته اجازه نه ده ورکړې، چې له افغانانو سره مرکې وکړي.
یو افغان کډوال وايي، د جولای ۱۵مه ورځ له پوځي عملیاتو سره پیل شوه، چې په ترڅ کې نارینه، ښځې او ماشومان ونیول شول. ځايي تاجکان هم د نیونو پخلی کوي او وایي، کډوال د خوندیتوب لپاره نوي ځایونه لټوي.
تاجک چارواکو وروسته ادعا وکړه، چې نیول شوي بهرني وګړي په غیرقانوني فعالیتونو کې ښکېل وو. خو د کډوالو د ملاتړ نړیوال سازمانونه اندېښنه ښيي، چې ډیري افغانان له بېلابیلو ستونزو پناه ته اړتیا لري.






















