د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی، چې له ایران څخه بېرته راستانه شوي افغان ماشومان د افغانستان پر پوله له جدي روغتیايي ستونزو، شدیدې ګرمۍ او د ژوند له بنسټیزو خدماتو سره د نهلاسرسۍ له امله له سخت بشري ناورین سره مخ دي.
نیکول فن بټنبرګ ویلي، هره ورځ سلګونه ماشومان چې له کورنیو بېل شوي وي، له خپلو خپلوانو سره یوځای کېږي، خو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو استازې رزا اوتونبایوا د اسلامکلا له پولي لیدنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې بېړنی اقدام و نهشي، نو دا وضع به د سیمې د بېثباتۍ لامل شي.د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال له پیله تر اوسه له ۱.۴ میلیونه ډېر افغانان له ایران او پاکستانه شړل شوي، چې تر یو میلیونه یې یوازې له ایران راشړل شوي دي.




















