د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د ولایتونو د دفترونو له رییسانو سره د یوې غوندې په ترڅ کې وکتل. دغه ناسته د چارو ادارې اړوند د ملي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري، د ظرفیت لوړونې د یو اونیز سیمنار په پای کې جوړه شوې وه.په غونډه کې، چې د ولایتونو د دفترونو رییسانو ګډون پکې درلود، ښاغلي حقاني وینا وکړه او د ګډونوالو هڅې او خدمات یې وستایل.نوموړي وویل، د ولایتونو د دفترونو رییسان د ولس او دولت ترمنځ د اړیکې مهم پل دي، او پر هغوی د ادارې ستر مسؤلیت پروت دی. هغه ټینګار وکړ چې له خلکو سره نږدې اړیکې، د نظام پر وړاندې د باور بنسټ جوړوي.خلیفه صاحب زیاته کړه، د اسلامي نظام اعاده او د شریعت تطبیق یو ستر مسؤلیت دی، چې اخلاص، زحمت او دوامدارو هڅو ته اړتیا لري.




























