د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو پوځي افسرانو ته بخښنه وکړه چې افغانستان کې په ملکي وژنې محکوم شوي و.
د سپینې ماڼې د اعلامیې پر اساس ټرمپ د جمعې په ورځ د کلنټ لورنس د بخښنې کاغذ لاسلیک کړ.
لورنس په افغانستان کې پر موټرسایکل سپرو ملکیانو باندې د ډزو امر کړی و.
ټرمپ یو بل امریکایي پوځي افسر میتیوګولسټین هم بخښلی چې په افغانستان کې پر ملکي وژنې د تورنیدو له کبله محکمې ته هم معرفي شوی و.
دی هم افغانستان کې د یوه ملکی کس په وژنې تورن شوی و.
په افغانستان کې پر ملکي وژنه تورن دغه امریکایي پوځیان داسې مهال د ډونالډ ټرمپ له لوري بخښل کېږي چې يادې قضيې په افغانستان کې دننه د بشري حقونو يو شمېر ملاتړو بنسټونو له سختو غبرګونو سره مخ دي.
د افغانستان بشري حقونو سازمان څه موده وړاندې په دې اړه ویلي و چې په افغانستان کې پر جنګي جرمونو تورن امریکایي پوځیانو بخښل د ولسمشر ټرمپ نه، بلکې د افغانانو او د پېښو قربانیانو کورنیو صلاحیت دی.
دې سازمان ټينګار کړی چې پر جنګي جرايمو تورنو پوځیانو بخښل د دې لامل کېږي چې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو له لورې د ملکي مرګ ژوبلې کچه لا زياته شي.