د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ادعا کړې ده چې افغانستان، کولمبیا، برما، بولیویا او وینزویلا په تېرو یو کال کې د نشهيي موادو پر ضد په مبارزه کې «په ښکاره ډول» ناکام پاتې شوي دي.
ټرمپ ویلي، د واشنګټن له نظره، یاد هېوادونه په تېرو دولسو میاشتو کې د نشهيي موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلو ژمنو ته عملي ګامونه نهدي اخیستي.
بل لور ته، د افغانستان اسلامي امارت بیا څو ځله ټینګار کړی چې د دوی د اقداماتو په نتیجه کې د نشهيي موادو کرکېله په افغانستان کې تر ۹۵ سلنې پورې کمه شوې ده.




























