رویټرز د ډېپلوماټانو په حواله راپور ورکړی، چې الجزایر د قطر پر وړاندې د اسراییل د وروستي بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د ډېپلوماټانو په وینا، الجزایر نن چهارشنبه د دغه غونډې د جوړېدو رسمي غوښتنه کړې، څو د دوحې پر برید او د منځني ختیځ د روان کړکېچ په اړه د نړیوالو اقداماتو اړتیا وارزوي.
























