د ماشومانو د ملاتړ نړېوال صندق (یونیسف) استازي تاج الدین وايي، چې د افغانستان د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي، په ځانګړي ډول ماشومان، لا هم پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي پر خپل ټولنیزې رسنۍ “اېکس” لیکلي، چې د یونیسف همکارې ادارې ماشومانو، ښځو او نارینه وو ته د بیړنیو مرستو په وړاندې کولو بوختې دي.
د هغه په وینا، په ځانګړي ډول د پاکو اوبو او حفظالصحې، د ماشومانو د ساتنې، نغدي مرستو، روغتیايي خدماتو او تغذیې په برخو کې زیاتې مرستې ته اړتیا لیدل کېږي.
د یونیسف استازي تیره ورځ د ځينو زلزله ځپلو سیمو څخه هم لیدنه کړې، څو له نږدې د خلکو د اړتیاوو څارنه وکړي.


























