اجراییه مشر عبدالله عبدالله ویلي مشروع او د خلکو په پاکو رایو جوړ شوی حکومت افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره یو ښه ګام دی.
ښاغلي عبدالله چې نن شنبې یې په اوزبیکستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو ناسته کې خبرې کولې وویل شفافې او د اعتبار وړ ټاکنې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او د ټاکنو کمیسیونونه د پایلو پر وروستۍ کولو کار کوي.
عبدالله همداشان وویل د افغانستان خلکو د طالبانو، داعش او نورو ترهګریزو ډلو له ګواښونو سره سره، د ولسواکۍ ملاتړ او وروستیو لاسته راوړنو ساتنې لپاره د رایو صندوقونو ته لاړل او خپلې رایې یې وکارولې.
عبدالله د خپلو خبرو په جریان کې همداشان وویل افغانستان نړیوالو ترهګرو سره د مبارزې کرښه کې دی او افغان دفاعي ځواکونه له هغو ترهګرو سره په جګړه بوخت دي چې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره اړیکې لري او ټولوهیوادونو ته ګواښ رامنځته کولی شي.
عبدالله وویل افغانستان په دې لاره کې زیاتې قربانۍ ورکړي او اړتیا ده چې پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.
هغه د سازمان له غړو وغوښتل چې ترهګرو سره مبارزې لپاره یوه ګډه تګلاره غوره کړي.
عبدالله د سولې په تړاو هم وویل د افغانستان خلک د یوې دایمي، عادلانه او د اعتبار وړ سولې ملاتړي دي او په دې لاره کې هڅې دوام لري.
هغه وویل سولې ته رسیدو لپاره باید ټولې خواوې د خلکو ارادې ته غاړه کیږدي.
اجراییه مشر د شانګهای سازمان کې د افغانستان پر غړیتوب هم ټينګار وکړ.
عبدالله وویل افغانستان د شانګهای غړو هیوادونو د پیوستون ټکی دی او ددې سازمان له زیاتو هیوادونو سره ګډه پوله لري، خو بیا هم افغانستان تر اوسه د دې سازمان بشپړ غړیتوب نه دی ترلاسه کړی.
افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د شانګهای سازمان کې د غړیتوب ترلاسه کولو وړاندیز وکړ، خو تر اوسه خپلې دغې موخې ته نه دی رسیدلی.
عبدالله عبدالله وویل د شانګهای سیمه ییزه هوساینه د افغانستان سولې او ثبات سره تړلې ده
د شانګهای همکاریو سازمان اتلسمه غونډه د اوزبیکستان په پلازمینه تاشکند کې کیږي.