د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اروپايي ټولنې له هغه پرېکړې سره سخت مخالفت څرګند کړی، چې له مخې یې پر ګوګل شرکت ۳.۴۷ میلیارده ډالره جریمه لګېدلې ده.
ټرمپ وویل، که اروپايي ټولنه خپله پرېکړه بېرته وانخلي، نو امریکا به پر اروپايي وارداتو درنې ګمرکي تعرفې ولګوي.
د اروپايي ټولنې چارواکو ګوګل تورن کړی چې د بازار د سیالۍ قوانین یې نقض کړي دي، خو ټرمپ دا پرېکړه د امریکا پر لویو ټکنالوژیکي شرکتونو «بېانصافه فشار» وباله.





























