د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ یو نوی اجراییوي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې واشنګټن ته اجازه ورکول کېږي پر هغو هېوادونو فشارونه، بندیزونه او محدودیتونه ولګوي چې امریکایان په کې بندیان وي.
د دې فرمان له مخې افغانستان، چین او ایران هم د هغو هېوادونو په نوملړ کې دي چې پر وړاندې یې د فشار سیاستونه پلي کېدای شي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوې خبرپاڼه کې ویلي: هر څوک چې یو امریکايی د معاملو د وسیلې په توګه وکاروي، بیه به یې ورکړي. دا اداره نه یوازې امریکا لومړی ګڼي، بلکې امریکایان هم ورته لومړیتوب لري.






















