د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، که هر لوېدیځ هېواد اوکراین ته پوځیان واستوي، نو مسکو به هغوی د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د بهرني پوځ شتون به د جګړې د لا پراخېدو لامل شي او روسیه به د خپلو امنیتي ګټو د خوندي کولو لپاره اړین ګامونه واخلي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د فرانسې په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو ویلي، د اوکراین د امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو دي او د اضافي ملاتړ لارې چارې ارزوي.






























