د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چې لږترلږه ۱۰ کسان د برېښنا د شارټۍ او د دېوالونو د نړېدو په پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي، چې د دغه ستر ښار اصلي سړکونه له اوبو ډک شوي، ټرافیکي ګډوډي رامنځته شوې او په ګڼو سیمو کې برېښنا، انټرنېټ او د ګرځنده ټیلیفون خدمتونه پرې شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به بارانونه لا زیات شي. ورسره جوخت، د سند ایالت حکومت په کراچۍ کې د عامه رخصتۍ اعلان کړی دی.


















