واشنګټن پوست ورځپاڼه د ځینو امریکایي چارواکو له قوله لیکي چې، امریکا له طالبانو سره د یوې هوکړې له مخې له افغانستان نه خپل زرګونه سرتیري وباسي.
د واشنګټن پوسټ ورځپانې د راپور له مخې امریکايي چارواکي له طالبانو سره د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د یوې هوکړې تمه لري، چې له مخې به یې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي، اوربند به وکړي او له القاعده شبکې سره به خپلې اړېکې پرې کړي او بدل کې به شپږ زره امریکایي سرتیري د لومړي هوکړې له مخې له افغانستان نه ووځې.
د ورځپانې له قوله، د امریکا او طالبانو تر منځ د لومړنۍ هوکړې له مخې به له افغانستان نه شاوخوا شپږ زره امریکايي سرتیري وویستل شي چې، په دې سره به د امریکا شاوخوا نهه زره سرتېري افغانستان کې پاتې شي.
په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت وایي، ته تراوسه له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه امر ورته نه دی شوی.
واشنګټن پوست ورځپاڼه د امریکا د دفاع وزارت ویاند روبیرټسن له قوله وایي، په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي د شرایط په اساس ټاکل کیږي او په خبره یې ترهغې پورې به امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاتې وي ترڅو چې، د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره یې حضور ته اړتیا وي.
بلخوا د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هیله څرګندوي چې، د افغانستان وضعیت باید ډیر ژر له دې هېواد نه د امریکايي ځواکونو د وتلو زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې افغان حکومت له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو ۱۵ کسیزه پلاوی ټاکلی.
دوې ورځې وړاندې د سولې په چاور کې دولت وزارت اعلان وکړ چې، له طالبانو سره د خبرو لپاره یې ۱۵ کسیزه پلاوی ټاکلی او په خبره یې د دغه پلاوي په ټاکلو کې پوره هڅه شوې چې سیاسي، ټولنیز او قومي بېلابېل والی په پام کې ونیول شي.