د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي سږ کال دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د تیر کال په پرتله ۲۰زره ټنه زیات شوي دي.
په دې توګه به سږ کال په هرات کې د انګورو ټول حاصل ۱۴۰زره ټنه وي.
نن د هرات ولایت د کرنې ریاست کې انګورو، انځرو او ګبینو نندارتون جوړ شوی و.
دغه نندارتون کې د انګورو بیلابیل ډولونه چې زیات ډولونه یې هرات کې موندل کیږي، نندارې ته کیښودل شول.
د هرات د کرنې وزارت چارواکي وایي روان کې د انګورو ترڅنګ، د انځرو او ګبینو تولیداتو کې هم زیاتوالی راغلی دی.
سره له دې چې موسمي بارانونو د هرات ولایت کرنیزو فصلونو ته زیان هم اړولی دی.
د دغه ولایت یو شمیر باغ لرونکي او د ګبینو تولیدوونکي پر حکومت له دې امله نیوکه کوي چې د تولیداتو پلور کې ورسره همکاري نه کوي.
د ګبینو یو شمیر فارم لرونکو ویلي چې دوی د حکومت له تشویقي پروګرامونو بې برخې دي او دوی ته هیڅ پام نه دی شوی.
خو د هرات والي بیا ویلي چې دوی اوس د باغ لرونکو او فارم لرونکو حاصلاتو صادراتو لپاره پروګرامونو جوړولو باندې کار کوي.
د هرات د ولایتي شورا هم ویلي چې حکومت د هرات ولایت بزګرانو سره ګړې ژمنې نه دي عملي کړي.
د یادولو ده چې حکومت هرکال د کرنیزو محصولاتو ټولیدو پرمهال بزګرانو او باغ لرونکو سره ژمنې کوي، خو دا ژمنې یواځې د کاغذ پرمخ پاتې کیږي.