د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په کابل کې د اروپايي ټولنې له شارژدافېر ویرونیکا بوسکوویچ سره کتنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغان کډوالو د ملاتړ، بشري او روغتیايي مرستو د دوام، د روږدو کسانو د درملنې او یو شمېر نورو مهمو برخو کې د همکاریو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.




























