د کابینې د قوانینو کمیټې تیره ورځ دوشنبه د نفوسو د ثبت قانون کې د بدلون هغه طرحه تایید کړه چې له مخې به یې په پیژندپاڼو کې د مور نوم لیکل کیږي.
د تعدیل یاده طرحه د عدلیې وزارت او د احصائیې او معلوماتو د ملي ادارې له لوري په ګډه جوړه شوې ده.
د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې رئیس د تعدیل د یادې طرحې د اړتیا په اړه وویل چې د احصائیې او معلوماتو په اداره کې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې د مدغم کیدو او په همدې ډول د یو شمیر مدني فعالانو له لوري په تذکره کې د مور نوم د زیاتیدو د غوښتنې په خاطر، د قانون د تعدیل دغه طرحه جوړه شوې ده.
د ناستې ګډونوالو د قانون د تعدیل د یادې طرحې د اړتیا په اړه د خپلو نظریاتو د وړاندې کولو ترڅنګ، یاده طرحه تائید کړه.
دا طرحه له هغه وروسته وړاندې کیږي چې د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو څه وړاندې په پیژندپاڼو کې د مور نوم د لیکلو لپاره کمپاین پيل کړی و.
که چیرې دا طرحه د کابینې عمومي ناسته او ملي شورا له خوا تصویب شي، نو پیژندپاڼو کې به د پلار نوم ترڅنګ د مور نوم هم ور ځای شي.