د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې د وروستیو سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې د سیمې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د بانډول کلي یو اوسېدونکی، اخترمحمد نمبریک، وايي، سېلابونو د خلکو کرنیزې ځمکې او د مېوو باغونه له منځه وړي او د سیمې سړک یې هم ویجاړ کړی، چې د موټرو پر مخ تړل شوی دی.
سیمهییز اوسېدونکي له دولتي ادارو او خیریه بنسټونو غوښتنه کوي، څو د زیانمنو شویو کورنیو سره عاجله مرسته وکړي.
























