د ترکیې د اپوزیسیون جمهوریتپال ګوند (CHP) سلګونه غړي د محکمې د پرېکړې پر ضد لاریون ته راوتلي دي. محکمې د یاد ګوند د استانبول د برخې مشر له دندې ګوښه کړی و.
د راپورونو له مخې، د ګوند غړو هڅه کوله چې د پولیسو د ورتګ مخه خپلو دفترونو ته ونیسي، خو پولیسو د لاریون پر مهال د اوښکېبهوونکي ګاز څخه هم کار اخیستی دی.
























