افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د سفر یوه نوې لړۍ پيل کړه.
خلیلزاد به د سفر دغه لړۍ کې قطر، پاکستان او اوزبیکستان ته ځي.
د تاوتریخوالي کمول او د بین الافغاني خبرو پيلید د دې سفرونو اصلي موخې بلل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې خلیلزاد به دغو سفرونو کې د تاوتریخوالي کمولو او بین الافغاني خبرو پيلیدو لپاره د یادو هیوادونو ملاتړ خپلوي.
افغان حکومت دا ځل د خلیلزاد د سفرونو لیست کې نشته او په پام کې ده چې ښاغلی خلیلزاد له لرې نه افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
افغان حکومت وایي دوی د بین افغاني خبرو پيلیدو ته چمتو دي، خو طالبانو له خپلو ژمنو پښه اړوي.
نن د ولسي جرګې یو شمیر غړو هم د خلیلزاد پر تګ راتګ نیوکه وکړه او دغه سفرونه یې بې ګټې وبلل.
د جرګې غړو وویل چې د خلیلزاد لیدنو کومه مثبته پایله نه ده ورکړې او طالبانو هم د زیات امتیاز اخیستو په موخه تاوتریخوالی زیات کړی دی.
دا په داسې حال کې دي چې له یوې خوا حکومت د طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو لړۍ چټکه کړې او له طالبانو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه زیات کړي دي.