د نړۍوالو رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان تر کنټرول لاندې بلوچستان ایالت کې د داعش خراسان څانګې دوه مسئولین وژل شوي دي.
د راپور لهمخې، دا پېښه په داسې حال کې شوې چې یوازې په یوه ورځ کې د داعش درې مهم مشران په پاکستان کې وژل شوي دي.
تر دې وړاندې هم راپور ورکړل شوی و، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د حسن په نوم د داعش خراسان څانګې یو مشر وژل شوی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغه پېښې په تړاو ویلي وه، چې کراچۍ کې یې څه کول، چا وژلی او څومره مهم کس و؟
راپور زیاتوي، چې په دې وروستیو کې د داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو په اړه د پاکستان دننه اندېښنې زیاتې شوي دي.



























