د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ډیمر په مشرۍ خپل مرکچي پلاوي ته لارښوونه کړې چې د ډانلډ ټرمپ د پلان په اړه د خبرو لپاره مصر ته لاړ شي.
د الجزیرې د راپور لهمخې، نتنیاهو ویلي چې هیله لري د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې له حماس غورځنګ سره خبرې اترې پای ته ورسوي.
الجزیرې د یوې باخبرې ډیپلوماټیکې سرچینې په حواله هم راپور ورکړی، چې د غزې په اړه د ټرمپ د پلان د لومړي پړاو د پلي کولو لپاره به د حماس او اسراییلو د پلاوو ترمنځ تخنیکي خبرې اترې د دوشنبې په ورځ په شرمالشیخ کې پیل شي.
راپور زیاتوي، چې په قطر کې د حماس پلاوی به نن یکشنبه له دوحې څخه شرمالشیخ ته سفر وکړي، څو د خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی ونیسي.
له بلې خوا، په تلابیب کې زرګونو اسراییلیانو د جګړې د پای ته رسېدو او د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې ده. د مظاهرې ګډونوالو له حکومت غوښتي چې د یو جامع تړون د ژر تر ژره عملي کېدو لپاره جدي ګامونه واخلي.




















